د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته په سفر ولاړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ قوس، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د هند هیواد په رسمي بلنه د یو پلاوي په مشرۍ یاد هېواد ته په رسمي سفر ولاړ.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل ویلي، دغه سفر د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره شوی دی.
د سفر پر مهال به مولوي نورجلال جلالي له هندي چارواکو سره د افغان روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، افغانستان ته د معیاري درملو واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه غونډې او خبرې اترې ولري.
همدارنګه ښاغلی وزیر به د هند له بیلا بیلو مسؤلینو او په ځانګړې توګه د روغتیا له چارواکو سره جلا کتنې ولري، په تنظیم شویو پروګرامونو کې به ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو لپاره د ګډو پروژو زمینه برابره کړي.



