ټرمپ د څو نورو هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز پراخ کړ؛ د افغان ځانګړې کډوالۍ ویزو معافیت لغوه شو

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۶ قوس، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې د سوریې، بورکینا فاسو، مالي، نایجیریا او سویلي سوډان د وګړو پر امریکا د سفر بندیز هم تطبیقېږي. د سپینې ماڼۍ په وینا، دا پرېکړه د ملي امنیت د ټینګښت په موخه شوې ده.

بلخوا، د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ اداره «افغان اېواک» وایي چې د یاد فرمان پر بنسټ د افغانانو د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) لرونکو لپاره د سفر معافیت لغوه شوی او دوی نور امریکا ته د تګ اجازه نه لري.

د امریکا حکومت ټینګار کړی چې دغه اقدام د امنیت ساتنې، د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره اړین بلل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button