د سوداګریزو لارو تړل کېدو پاکستان ته ۴.۵ میلیارده ډالره زیان اړولی

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۶ قوس، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د مسولینو له قوله راپور ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله تر اوسه د پاکستان سوداګرۍ ته شاوخوا ۴.۵ میلیارده ډالره زیان اوښتی دی.
د یادې خونې مسولینو خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام ومومي، د پاکستان موسمي صادرات، په ځانګړي ډول کینو (نارنج) او کچالو، به د ډسمبر له میاشتې تر مارچ پورې نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالره نور زیان هم وویني.
د راپور له مخې، د کرنې او ودانیزو چارو په موسم کې به هره ورځ د ۵۰ تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې صادرات ترسره کېدل.
راپور زیاتوي چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو بندیز د پاکستان د صنایعو د تولید لګښتونه هم لوړ کړي دي.
د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ټینګار کړی چې د ترانزیټي لارو دوامداره تړل کېدل د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ منفي اغېز لري.



