په پنځو ولایتونو د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو پنځو سترو پروژو قرارداد شوی

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۶ قوس، ۱۴۰۴ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې دغه وزارت د کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د سمنټو پنځه سترې پروژې قرارداد کړې دي.

د وزارت په وینا، دغه پروژې به د کندهار تر څنګ په هرات، جوزجان، لوګر او پروان ولایتونو کې جوړې شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې په کندهار ولایت کې د سمنټو د جوړېدونکې فابریکې چارې نږدې پای ته رسېدلې او تمه ده چې دا فابریکه به په راتلونکو پنځو میاشتو کې په فعالیت پیل وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې یاده فابریکه د کندهار د شوراندام په سیمه کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پر ۱۰۰ جریبه ځمکه جوړیږي او د جوړولو چارې یې له تېرو دوو کلونو راهیسې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button