په کابل کې د قرغېزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۶ قوس، ۱۴۰۴ل)
افغانستان ته د قرغېزستان د رسمي پلاوي د سفر سره هممهاله، په کابل کې د قرغېزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.
د یادې خونې د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغېزستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیقوف ګډون درلود.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قرغېزستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو مراسمو کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو هم برخه اخیستې وه.
د دې سوداګریزې خونې موخه د همکاریو پراختیا، د سوداګریزو تبادلو زیاتوالی، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو اسانتیا او د ګډو پانګونو هڅونه ده.



