په شپږو میاشتو کې ۷۶۱ زره جریبه غصب شوې ځمکه امارتي تثبیت شوې

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۶ قوس، ۱۴۰۴ل)

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون وایي، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال له پیل راهیسې یې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په کچه نږدې ۷۶۱ زره جریبه ځمکه د اسنادو او مدارکو پر بنسټ امارتي تثبیت کړې ده.

د عدلیې وزارت په وینا، یادې ځمکې په کابل او د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې موقعیت لري.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو ځمکو په اړه د کمېسیون د رهبرۍ پرېکړې شوې او فیصلې یې اړوندو متصرفینو ته ابلاغ شوي دي.

وزارت زياتوي، د نږدې ۲۹ زره جریبه ځمکو دوسیې د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمو ته سپارل شوي، چې دا مهال د شرعي فیصلو په موخه تر څېړنې لاندې دي.

عدلیې وزارت وايي، په همدې موده کې د مرعی (څړځایونو) د سروې او تشخیص هیئت د بادغیس ولایت په مرکز او لس ولسوالیو کې تر ۴ میلیونه او ۱۶۷ زره جریبه زیات عامه څړځای تشخیص او تثبیت کړی او د ځمکو په بانک کې یې ثبت کړی چې په وینا يې، دغه اقدامات د ځمکو له غصب د مخنیوي او د دولتي ملکیت د ساتنې په موخه ترسره شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button