په کابل کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د ۱۵۶ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ قوس، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور استازو په کابل کې د ۱۵۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.
دغه تړونونه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف په حضور کې د افغانستان–قرغیزستان د سوداګریز تواصل په کانفرانس کې وشول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو تړونونو کې د ترانزیت پراختیا، د ګډو پانګونو جذب، د نندارتونونو جوړول او سوداګریزې ناستې شاملې دي.
یاد کانفرانس پرون چهارشنبه (د لیندۍ ۲۶مه) په کابل کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په مشرۍ ترسره شو.



