اسرائيلي رسنۍ: حماس درې زره تازه دمه ځواکونه جذب کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
تسنیم خبري آژانس د اسرائیلي رسنیو له قوله راپور ورکړی، چې د حماس اسلامي غورځنګ په دې وروستیو کې درې زره تازه دمه ځواکونه جذب کړي دي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیلي شنونکو په اند حماس دا مهال له ۱۰ تر ۲۰ زرو پورې جګړې ته تیار ځواکونه لري، چې له تېرو جګړو او اوربندونو سره هممهاله یې د تازه ځواکونو جذب ته دوام ورکړی.
په ورته وخت کې د اسرائیلي ۱۴ چینل یوه سیاسي تحلیل کې منل شوې، چې حماس غورځنګ سره له دې چې د خپلو مشرانو له لاسه ورکولو سره مخ شوی، خو بیا هم خپل ځواک او اغېز نهدی له لاسه ورکړی.
اسرائيلي خبریال «تامیر موراګ» ویلي، دا یوه ستره تېروتنه ده چې اسرائيلي رژیم فکر کوي د حماس د مشرانو په نښه کولو سره به دا غورځنګ له منځه یوسي.



