امریکا: په سوریه کې مو د داعش پر اهدافو پراخ او دقیق بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) اعلان کړی، چې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې یې د داعش ډلې پر لسګونو اهدافو پراخ او دقیق بریدونه ترسره کړي دي.

یادې قومندانۍ زیاته کړې، چې دغه عملیات د هغو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي، چې په دې وروستیو کې د امریکايي ځواکونو پر ضد شوي وو.

واشنګټن وایي، عملیات بریالي وو او احتمال شته چې دا ډول عملیاتو ته دوام ورکړي. سنتکام ادعا کړې، چې د بریدونو موخه د داعش د وړتیاوو کمزوري کول او د امریکايي سرتېرو دفاع وه.

مربوطه مطالب

Back to top button