ایران د صهیونیستي رژیم جاسوس اعدام کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د سترې محکمې په پرېکړه، “عقیل کشاورز” په نوم یو کس د صهیونیستي رژیم د استخباراتي ادارې (موساد) لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی.
د ایران قضايي چارواکو ویلي، چې یاد کس د موساد افسرانو سره اړیکه لرله او د هېواد له مهمو امنیتي او پوځي مرکزونو یې عکسونه او حساس معلومات صهیونیستي ادارو ته استولي وو.
ایراني حکومت له غزې سره د جګړې له پیل وروسته د اسراییلي استخباراتو لپاره د جاسوسۍ په تور ګڼ شمېر کسان نیولي او یو شمېر یې اعدام کړي دي.



