کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
کابل ښاروالۍ ويلي، چې د عامه او خصوصي مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د شهرنو پارک د بیارغونې او جوړولو چارې د څه باندې یو میلیارد او ۹۰۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل کړې.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دا پارک چې پر ۹۰ زره او ۶۶۳ متر مربع ځمکه جوړ شوی، د کابل له پخوانیو تفریحي ښاري پارکونو څخه دی او دا مهال پکې بنسټیزې او بېخبنایي چارې روانې دي.
د ښاروالۍ په وینا، د پروژې له مخې به د پارک پر ۱۴.۳۲ سلنه برخه کې لوړپوړیز سوداګریز او تر ځمکې لاندې مارکیټونه، د ښځو ځانګړی مارکیټ، تفریحي ځایونه، رستورانتونه، جومات، د لامبو حوض، پارکینګ، ورزشي او فرهنګي سیمې او د فاتحې تالار جوړ شي، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
ښاروالۍ زیاتوي، چې د پارک پاتې برخه د زرغونو سیمو، نیالګیو کېنولو او د چاپېریال ساتنې لپاره ځانګړې شوې او له بشپړېدو وروسته به ښاریانو ته عمومي برخو ته وړیا لاسرسی ورکړل شي، همداراز د پروژې له عوایدو به ۳۰ سلنه برخه د کابل ښاروالۍ حساب ته انتقالېږي.


















