نړیوال روغتیايي سازمان: غزه کې ۱۰۰ زره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس ټېدروس ادهانوم ګبریسوس خبرداری ورکړی، چې تر اپرېل ۲۰۲۶ پورې به په غزه کې له ۱۰۰ زرو څخه زیات ماشومان او شاوخوا ۳۷ زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د هغه په وینا، لږ تر لږه ۱.۶ میلیونه کسان په غزه کې تر اپرېل نیمایي پورې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د لوږې پر ضد هڅې لا هم ډېرې نازکې او ناپایدارې دي.
ټېدروس خبرداری ورکړی، چې که جګړه بیا پیل شي او بشري مرستې ودرېږي، نو د تر ټولو ناوړه سناریو له مخې ښايي د غزې ټول تړانګه تر اپرېل ۲۰۲۶ پورې د پراخې لوږې له جدي خطر سره مخ شي.
هغه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د بشري مرستو د دوام لپاره بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي.



