کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د اسراییلي پوځ راډیو د یوه امنیتي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې اسراییلي استخباراتي ادارو د ایران هغه هڅې څارلې دي، چې له مخې یې د بالېسټیک توغندیو د تولید بهیر په بېساري ډول چټک شوی دی.
د یاد چارواکي په وینا، د ایران د وسلوال کېدو موضوع به د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د لیدنې یوه مهمه او اساسي موضوع وي.
راپور زیاتوي، چې اسراییل د ایران توغندیز ځواک د خپل امنیت لپاره له اټومي پروګرام سره برابر یو جدي او بنسټیز ګواښ ګڼي.
د اسراییلي استخباراتي سرچینو د ادعا له مخې، ایران د توغندیو د تولید کچه تر داسې حده لوړه کړې، چې د میاشتني تولید شمېر یې زرګونو توغندیو ته رسېږي، او دا وضعیت د تل ابیب لپاره د ژورې اندېښنې لامل ګرځېدلی دی.
په ورته وخت کې، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد د ایران پر ضد د احتمالي پوځي برید بېلابېلې لارې څېړي، څو د ایران د توغندیو د تولید مرکزونه او د توغولو اډې په نښه کړي.
د راپور له مخې، ایران هڅه کوي د بالېسټیک توغندیو او د توغولو د وسایلو شمېر زیات کړي، څو د پراخو توغندیزو بریدونو له لارې د اسراییلو دفاعي سیستمونه تر فشار لاندې راولي؛ خو اسراییلي سرچینې وايي، چې لا هم روښانه نه ده، چې امریکا به د داسې اقدام ملاتړ وکړي.


















