ذبیح‌الله مجاهد: د ابوعبیده او نورو شهیدانو قربانۍ به د فلسطین د آزادۍ سبب شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې “القسام” لېوا د ویاند ابوعبیده او یو شمېر نورو قوماندانانو د شهادت په تړاو خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «په ډېره خواشینۍ سره مو د فلسطین د جهادي حرکت، حماس د کتائب القسام پوځي څانګې د ویاند حذیفه الکحلوت (ابوعبیده) او یو شمېر نورو مشرانو د شهادت خبر تر لاسه کړ، چې نن رسماً د حماس له خوا اعلان شو.»

هغه زیاته کړې: « شهادت د مسلمانانو لپاره وروستی او ستر آرمان دی او موږ دغه شهیدان د اسلام د لارې بریالي کسان بولو، چې خپل هدف ته رسېدلي دي.»

د اسلامي امارت ویاند د حماس اسلامي غورځنګ، د شهیدانو کورنیو او ټولو اړوندو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د جمیل صبر، اجر او شهیدانو ته د جنت او لوړو مقامونو دعا کړې ده.

نوموړي ویلي: «الله تعالی ته دعا کوو، چې د دغو او نورو شهیدانو د سپېڅلو وینو په برکت د فلسطین مقدسه خاوره له صهیونیستي اشغال خلاصه کړي او ظالمان د ابد لپاره هلاک او ناکام وګرځوي.»

مربوطه مطالب

Back to top button