د واورې او توپان له امله د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د سالنګونو لویه لاره د واورې د زیات ورښت او سخت توپان له امله د هر ډول وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره د تېرې شپې له ناوخته مهال راهیسې د موټرو پر مخ تړل شوې او دا اقدام د مسافرو د خوندیتوب په موخه شوی دی.
د سالنګ لویه لاره د افغانستان له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې پلازمېنه کابل او د هېواد سویلي ولایتونه د شمالي ولایتونو سره نښلوي او تړل کېدل یې پر تګ راتګ اغېز کوي.



