کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت، د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د تګ راتګ لپاره د هوايي پل د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ په وینا، دغه پل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور، ۶.۸ متره لوړوالی، شپږ استحکامي پایې او ۴۷۲ متره اوسپنیز کانکرېټي دېوال لري او تمه ده د رغولو چارې یې تر راتلونکو ۱۵ میاشتو پورې بشپړې شي.
د یاد پل د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې دا پروژه به د سیمې ټرافيکي ستونزې تر ډېره بریده حل کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې روان کال د کابل ښاروالۍ له لوري ۲۵۸ بېلابېلې پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او هڅه روانه ده چې د ښار بنسټیزې ستونزې حل شي.
مولوي عبدالسلام حنفي همداراز څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د کابل ښار د مټرو پروژه هم عملي شي. هغه له ښاریانو وغوښتل، چې د ښار د پاکۍ، نظم او منظم تګ راتګ په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي، څو کابل ښار د اوسېدونکو لپاره لا اسانه او ارام شي.















