یمني ځواکونو د حکومت ضد وسله والو پر پټنځایونو هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو د حضرموت ولایت په بېلابېلو سیمو کې د هغو ملېشو پر پټنځایونو هوایي بریدونه کړي، چې ویل کېږي د متحده عربي اماراتو له لوري تمویلېږي او د حکومت ضد فعالیتونه ترسره کوي.

د یمني ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” د یادو هوایي بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه عملیات د امنیت د تأمین او د بې‌ثباتۍ د مخنیوي په هدف ترسره کړي دي.

راپورونه وايي، بریدونه د حضرموت ولایت په هغو سیمو متمرکز وو، چې د سعودي او اماراتو له ملاتړه د برخمنو وسله والو ډلو ترمنځ پکې جګړه روانه ده او دواړه هېوادونه هڅه کوي د یاد بندري ولایت پر مهمو ساحو کنټرول ترلاسه کړي.

د بریدونو د دقیقو تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي؛خو سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې د ملېشو څو مرکزونه له منځه تللي او مرګ‌ژوبله هم ور اوښتې ده.

یحیی سریع ټینګار کړی، چې هېچا ته به اجازه ور نه‌کړي، چې د بهرنیو ګټو لپاره د یمن خاورې ته ناامني راولي یا سیمه‌ییز ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button