کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ټولګټو چارو وزارت وايي، تېره اوونۍ د قوس له ۲۸مې څخه د جدي تر ۴مې پورې، د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۵۵ زره او ۳۴۵ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له حیرتان بندر څخه ۱۱۳ زره او ۲۱۸ ټنه، له آقینې بندر څخه ۱۳ زره او ۵۳۸ ټنه، له تورغونډۍ بندر څخه ۱۶ زره او ۸۱۰ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۱ زره او ۷۷۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
همداراز په یاده موده کې ۳۸۶ مټریک ټنه صادرات شوي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه او معدني ډبرې جوړوي.
















