ذبیح الله مجاهد: هېواد کې د ۳۱۸ روغتونونو د جوړېدو چارې روانې دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیحالله مجاهد” ویلي، چې تېر کال د هېواد ټولو ولسوالیو لپاره د ۳۰ بستریزو روغتونونو د جوړېدو فرمان صادر شوی و، چې اوس یې د عملي کېدو بهیر دوام لري.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال له ۵۰ زیات روغتونونه تر کار لاندې دي او د نورو لپاره هم ابتدايي چارې روانې دي، څو د هېوادوالو د روغتیايي خدمتونو اړتیاوې تر ډېره پوره شي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د دغو روغتونونو ټولیز شمېر ۳۱۸ ته رسېږي، چې د روغتیا په برخه کې به پراخې اسانتیاوې رامنځته کړي او خلکو ته به د درملنې اسانه زمینه برابره شي.



