پکتیکا کې د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د ۲ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
مسؤولینو وویل، چې دا پروژه د امارتي ادارو، د ښرنې ښار او نږدې کلیو د برېښنا اړتیا پوره کوي او په درېیو فازونو کې جوړه شوې، چې د صنعتي کارخونو د برېښنا اړتیا هم پوره کولای شي.
د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت دا پروژه د ولایت لپاره حیاتي وبلله، او د اوبو او انرژۍ رئیس له پانګوالو وغوښتل، چې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه زیاته کړي.
یاده پروژه د پکتیکا د اوبو او انرژۍ ریاست تر چتر لاندې د «اباسین بهار» خصوصي شرکت له لوري پلې شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button