حمدالله فطرت: د ملي تدارکاتو کمېسیون تېر کال د ۱۳۰.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ۵۶۲ پروژې منظورې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۳۰.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۳۳ غونډو په جریان کې ۵۶۲ بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.

ښاغلی فطرت زياتوي، منظورې شوې پروژې د هرات په «بام هرات» تفریحي کمپلکس، د ملي پراختیا تګلارې، د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ، د ځان بسیاینې اقتصادي پلانونه، د سړو خونو جوړولو لپاره مالي معافیتونه، د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ، او د برېښنا د تولید او انتقال پروژې شاملې دي.

د فطرت په وينا، د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې لسې طرحې او د ۲۰.۷ میلیارده افغانیو په پانګونې د برېښنا قراردادونه هم تایید شوي دي.

فطرت ليکلي چې د تېر کال په جریان کې د افغانستان په کچه د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک، د ازبیکستان سره د ۲۴۳ میلیونه ډالرو څلور برېښنا پروژې، د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو تمویل، د نفتي توکو ۵۷ معیارونه، او د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button