د هند د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان په سخت وضعیت کې دی او اړتیا ده ستونزو ته یې جدي رسېدنه وشي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبراهمنیام جې شنکر وايي، افغانستان دا مهال له سختو شرایطو تېرېږي او اړتیا ده چې د دغه هېواد یو شمېر ستونزو ته جدي رسېدنه وشي. نوموړي دا څرګندونې د یوه هندي پوهنتون له محصلینو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
جې شنکر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د خپلې وروستۍ کتنې په اړه د یوه افغان محصل د پوښتنې په ځواب کې ویلي، دغه لیدنه مثبته وه او د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو فضا ښه بلل شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې له افغانستان سره د پراختیایي پروژو ترڅنګ، د خوراکي او روغتیايي مرستو په برخو کې همکاري لري او دا همکاري به د افغان ولس د اړتیاوو له مخې دوام ومومي.



