د میدان‌وردګ د ډرون پېښې وروسته د پاکستان د پوځ تبلیغاتي هڅه ناکامه شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان په میدان‌وردګ ولایت کې د یوې ناپېژندل شوې ډرون الوتکې تر غورځېدو وروسته، د پاکستان پوځي رژيم له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.

راپورونه وايي، چې دغه ډرون افغان ځواکونو ویشتلې او وروسته ځينو غير رسمي سرچينو تائید کړه، چې دا الوتکه د امریکا وه او له پاکستاني خاورې څخه یې د افغانستان پر وړاندې فعالیت کاوه.

د سرچینو په وینا، اسلام‌اباد يوه تنظيم شوې تبليغاتي هڅه وکړه چې د پېښې له امله رامنځته شوی شرم د یوې تبلیغاتي نندارې له لارې پټ کړي، او ياده ډرون د هند يا اسرائيلو وښيي او سيمه ايزو هېوادونو ته انديښنې پيدا کړي، خو دا هڅه هغه مهال ناکامه شوه، چې د War analyst د پاکستان د پوځ پر يوه غير رسمي اکس اکاونټ د طالبانو د استازو په نوم يوه جعلي ويډيو خپره شوه، چې د ټولنیزو شبکو کاروونکو له‌خوا جعلي وبلل شول، ځکه نه یې څېرې او نه يې هم خبرو د طالبانو له طرز سره سمون درلود.

د دغې پېښې وروسته، په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راوپارېدل او آن یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او شننونکو هم پر خپل حکومت نیوکې وکړې.

د يادې ويډيو په کمينټونو کې ورته سلګونه پاکستاني وګړو تبصرې کړي او ورته يې ليکلي: چې په ويډيو کې د شته کسانو ږيرې او د سر ویښتان جعلي دي، د Nothing په نوم يو مشهور اکاونټ ليکلي: «یعنې ستاسې په خیال موږ احمقان، لیوني او جاهلان یو او هېڅ نه پوهېږو؟

تاسې د SSG د زرار یونټ هدف‌وژونکي یاست، بې‌عقله یاست چې د جعلي ذهني‌جوړونې او تبلیغ لپاره داسې ویډیوګانې جوړوئ. تاسو که مړه هم شئ، بیا هم نه شئ کولی د هغو ریښتینو پښتنو مجاهدینو په شان خبرې وکړئ چې په رښتیا خبرې کوي.»

د عثمان نوري په نوم يو پاکستاني ليکلي: «جی ہاں بچوں مجے پتہ ہیں کہ آپ آئی ایس آئی کے بچے ہیں آج کل ہر کسی کو پتہ چلتا ہے یے ګزرے ہوے زمانہ نہی ہںں۔»

شنونکي وایي، دا وضعیت څرګندوي چې د پاکستان پوځي اداره د افغانستان اړوند وروستیو پېښو له امله له سخت فشار او اندېښنې سره مخ ده، ځکه چې د دې ادارې پخواني دریځونه او ادعاوې پرله‌پسې تر پوښتنې لاندې راځي.

 همداراز، په پاکستان دننه عام ولس، سیاسي څېرې او رسنۍ د حکومت له ناسمو او متضادو روایتونو ستړي شوي او پر پوځي مشرتابه د باور کچه ورځ تر بلې راټیټېږي، چې دا کار د کورني نارضایتۍ د زیاتېدو نښه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button