خوست کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د دغې ټولنې له ملکیتونو لیدنه وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ جدي ۱۴۰۴ ل)

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یادې ټولنې له بېلابېلو ملکیتونو او ګودامونو څخه لیدنه وکړه او د هغوی له عمومي وضعیت څخه یې هر اړخیزه ارزونه وکړه.
ښاغلي دلاور مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د افغاني سرې میاشتې له شته ملکیتونو څخه اغېزمنه، منظم او هدفمنه استفاده وکړي، تر څو د دغو ملکیتونو د سم مدیریت له لارې د ټولنې په عوایدو کې زیاتوالی رامنځته شي.
نوموړي همدارنګه د ګودامونو د چارو د لا ښه تنظیم، د توکو د سم ساتنې او اغېزمن مدیریت په برخه کې لازمې سپارښتنې وړاندې کړې او پر نظم او شفافیت یې ټینګار وکړ.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس زیاته کړه چې د دې ټولنې ټول مسؤلین او کارکوونکي باید د افغاني سرې میاشتې د بشردوستانه موخو او پروګرامونو د لا ښه پلي کېدو لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې او منسجمې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button