یمن: پر وینزوېلا د امریکا یرغل وحشیانه کړنه بللې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ سیاسي دفتر د امریکا له لوري پر وینزوېلا د ترسره شوي نظامي یرغل ته غبرګون ښودلی او هغه یې «وحشیانه تجاوز» بللی دی.
په یوه خپره شوې اعلامیه کې انصارالله ویلي، چې واشنګټن نه یوازې پر وینزوېلا یرغل کړی، بلکې له وړاندې یې یاد هېواد له سختو اقتصادي بندیزونو سره هم مخ کړی و، چې دا د امریکا د درندتوب، ښکېلاک او وحشت څرګنده بېلګه ده.
اعلامیه زیاتوي، چې دا یرغل یو ځل بیا د امریکا هغه سیاست تاییدوي، چې د هېوادونو ورانول، د ملتونو وژل او د سرچینو لوټل یې اساسي هدف دی.
انصارالله ویلي، امریکا د شر سرچینه او د ترهګرۍ مور ده او پر وینزوېلا یې روان تجاوز باید ژر تر ژره ودرول شي.
یمن د وینزوېلا له ولسمشر نیکولاس مادورو او ولس سره پوره یو والی اعلان کړې او د هغوی مقاومت یې د عزت وړ بللی دی.
په پای کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د امریکا یرغل ته د پای ټکی کېږدي او د نړیوالو اصولو او منشورونو درناوی وکړي.



