په میدان وردګو کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حیات، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت اړوند ثبت شوو راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ رسماً پیل کړه.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په میدان وردګ ولایت کې ۷۵ راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل کېږي.

مسوولين وايي، دا بهیر به په منظم ډول دوام ولري او په راتلونکو پړاوونو کې به نورې مهاجرې کورنۍ هم تر پوښښ لاندې راوستل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د میدان وردګو د مهاجرینو ښارګوټی په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او ۱۲۰۰ استوګنیزې نمرې پکې ډیزاین شوې دي.

دغه ښارګوټی به د سلګونو راستنېدونکو کورنیو لپاره د امن، ثبات او باعزته مېشتېدو زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button