بدخشان کې د ۲۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ سترې عام‌المنفعه پروژې پرانیستل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې د ۲۲۳ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۱۷ سترې عام‌المنفعه پروژې پرانيستل شوې.

د معلوماتو له مخې، یادې پروژې د بدخشان ولایت مقام او د دې ولایت د کانونو ریاست له لوري د پانګوالو او د کانونو د پروسس کوونکو شرکتونو په مالي ملاتړ عملي کېږي.

یادې پروژې د پلونو جوړول او ترمیم، د استنادي دېوالونو رغول، د کانکریټي او اسفالتي سړکونو جوړول، د پلي‌تګ لپاره د هوايي پلونو جوړول، د ترافیک تنظیم ښه کول او د ښاري چاپېریال ښکلا ته پراختیا ورکول رانغاړي، چې د فیض‌آباد ښار په بېلابېلو سیمو کې به تطبیق شي.

مربوطه مطالب

Back to top button