نیویارک ټایمز: د مادورو د نیولو عملیاتو کې ۴۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د امریکایي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې، د وېنزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، چې پکې ملکي وګړي او پوځیان شامل دي.

راپور د یوه لوړپوړي وینزویلايي چارواکي له قوله لیکلي، چې دغه مرګ‌ژوبله د امریکایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.

نیویارک ټایمز دا هم ویلي، چې امریکایي چارواکو د عملیاتو دقیق جزئیات نه دي څرګند کړي؛ خو تایید کړې یې دهے چې په دې برید کې تر ۱۵۰ زیاتې الوتکې کارول شوې دي.

سرچینې زیاتوي، چې د شنبې په ورځ مادورو د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوی او امریکا ته لېږدول شوی دی. ټاکل شوې چې نوموړی د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور محاکمه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button