تخار: د درقد ولسوالۍ پر سیند د ۲۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په قغني سیمه کې د ۲۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو نوي لوي پل د جوړولو چارې پیل شوې.

مسوولين وايي ، دغه پل به د ۲۴۳ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو په پلنوالي سره جوړ شي او د سیمې ترانسپورتي ستونزې به په مهمه کچه حل کړي.

محلي چارواکي وايي، د دې پل په بشپړېدو سره به د تخار د مرکز او درقد، ینګي‌کلا او خواجه بهاالدین ولسوالیو ترمنځ د تګ راتګ ستونزې دایمي حل شي او د خلکو ژوند به اسانه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button