سراج الحق: د مادورو تښتول نړیواله ترهګري او د منل شویو قوانینو ښکاره نقض دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر “سراج الحق” د امریکا له لوري د وېنزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول ښکاره «نړیواله ترهګري» او د نړیوالو قوانینو جدي نقض بللی دی.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکايي ولسمشر دا ډول تګلارې د نړیوالې سولې لپاره په یو جدي ګواښ بدلې شوې دي او حتی خپله امریکا هم د دغو ناوړه سیاستونو له پایلو خوندي نه شي پاتې کېدای.

سراج الحق زیاته کړې، چې که ملګري ملتونه او نړیوال سازمانونه د دغو یرغلګرو کړنو پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو سبا به د نړۍ هېڅ یو هېواد د بهرني یرغل او د حاکمیت د نقض له ګواښ څخه خوندي نه وي.

نوموړي له نړیوالو وغوښتل، چې د نړیوال قانون او هېوادونو د حاکمیت د دفاع لپاره خپل مسئولیت ادا کړي او د واشنګټن له لوري د وېنزویلا پر کورنیو چارو کې د مداخلې پر ضد واضح دریځ غوره کړي.

یادې څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د نیکولاس مادورو نیولو پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي او د خپلواکو هېوادونو د ملي حاکمیت د نقض په اړه ژورې اندېښنې راپورته شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button