قاري عبدالستار سعید
تېره ورځ چې کله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له خپلو مهمو جنرالانو او وزیرانو سره د خبري کانفرانس دریځ ته ودرید تر څو د وینزویلا د ولسمشر نیکلاس مادورو د نیولو داستان بیان کړي، نو له هر څه مخکې یې د امریکایي پوځ د خاص ځواک ډیلټا فورس په توصیف خوله خلاصه کړه. هغه ډیلټا فورس د ځمکې پر مخ تر ټولو ښه روزل شوی، چټک او کاري ځواک وباله چې په هیښوونکو عملیاتو کې یې د وینزویلا مشر او د هغه میرمن ژوندي نیولي، پرته له دې چې کوم زیان ورته ورسیږي.
دلته باید یاده کړو چې د امریکا همدې پوځي ګروپ په افغانستان د یرغل په لومړیو کې د ورته عملیاتو له لارې په کندهار کې د مرحوم ملا صاحب د نیولو هڅه هم کړې وه. دا چې د ټرمپ په تعبیر د نړۍ تر ټولو ښه روزل شوي ځواک ته په افغانستان کې څه ورپېښ شوي وو. راځئ د ثالث عمر ( کتاب) پاڼې راواړوو چې په ۲۶۸ مخ کې لیکي:
لکه څنګه چې امریکایانو د ملاصاحب کور او شخصا خپله دی د یرغل په لومړیو کې په نښه کړل، دغه راز یې د ځانګړیو ځواکونو په توسط لومړني خاص عملیات هم د هغه پر کور او دفتر ترسره کړل. د میزان په ۲۸ مه نیټه ( د اکتوبر شلمه) د امریکا پوځ د ملا صاحب د شهیدولو او یا هم ژوندي نیولو په هدف د کندهار ښار په لمن کې پر هغه ودانۍ چاپه واچوله چې ملا صاحب د کور او د امارت د مقام یا دفتر په حیث ترې کار اخیست. د امریکایي منابعو په استناد د دې عملیاتو په لړ کې چې د ډیلټا فورس په نوم د امریکا د خاصو ځواکونو او کوماندویانو لخوا ترسره شول. لومړی د سلو په شاوخوا کې امریکایي کوماندویان دکندهار ښار څخه شپیته میله جنوب لویدیځ ته د ریګ په ساحه کې په یو ناکاره هوایي ډګر کې ښکته شول تر څو د ملا صاحب په کور د عملیات کوونکو پوځیانو سره د ضرورت په وخت کې همکاري وکړي.
ورپسې په همدې شپه د ډیلټا فورس او کوماندویانو دوهم ګروپ چې له سلو ډېر کسان یې برخوال وو، د کندهار ښار سره نږدې د ملاصاحب په کور چاپه ووهله. دوی د ملا صاحب د کور په شاوخوا کې له چورلکو پیاده شول، لومړی کوماندویانو او په سر ګرځیدونکو چورلکو زرګونه مرمۍ واورولې تر څو که احتمالي خطر وی له منځه به لاړ شي. خو د ملا صاحب د کور ساتونکو مجاهدینو په پیل کې له دوی سره مزاحمت ونه کړ. هغوی پوهیدل چې کور تخلیه شوی که امریکایان ور داخل هم شي کوم څه به ترلاسه نه کړي. شیبه وروسته په داسې حال کې چې له کندهارښار څخه هم سیمې ته کومکي مجاهدین راورسیدل ناڅاپه یې په امریکایانو حمله وکړه.
تحقیقاتي خبریال سیمور هرش د دې عملیاتو په اړه په خپله تحقیقاتي مقاله کې د امریکایي کوماندویانو له قوله لیکلي: کله چې موږ د بیرته وتلو په حال کې وو طالبانو په موږ قیامت راکوز کړ، هغوی شبخون راووړ،هغوی په سپکو وسلو او آر پي جي توغندیو حمله وکړه. طالبانو داسې لاسي بمونه غورځول لکه له دوی سره چې بې شمیره موجود وي، د ځانګړو ځواکونو یونټ په شاته تلو او دفاعي جنګ مجبور شو ځکه طالبان برلاسي وو. ډیلټا کنډک ته زیان ورسید او یو شمیر کسان یې ټپیان شول، پوځیان په ګروپونو وویشل شول، د پوځي اصولو سره سم واړه ګروپونه شاوخوا غلي شول او لویو ګروپونو ته یې د تیښتې زمینه برابره کړه، په دې وخت جنګي څرخکو د ملامحمد عمرمجاهد په کور بې دریغه ډزې وکړې، د ډیلټا فورس، کوماندو او د کومک لپاره راغلي پوځیان ټول په وارخطا حالت کې راوتښتیدل، په منډو رامنډو کې د یوه چینوک هلیکوفتر ټایرونه له غونډۍ سره ولګیدل او مات شول. موږ د دې عملیاتو لپاره ډېر تیاری نیولی وو، موږ فکر کاوو چې هلته په رسیدو به جادو وکړو خو د طالبانو له حملې سره راته څرګنده شوه چې موږ جادوګر نه یو.
لکه څنګه چي امریکایي خبریال اعتراف کوي، امریکایانو رښتیا هم په خپله لومړنۍ چاپه کې خپل ټول احتیاطي تدابیر سنجولي او خپل تجربه کار ځانګړي پوځیان ( ډیلټا فورس) یې د عملیاتو لپاره غوره کړي وو، خو په عملي ډګر کي دوی کومه لاسته راوړنه نه درلوده او هیڅ هم په لاس ورنغلل. طالبانو وروسته د امریکایي څرخکې مات شوې ټیرونه او له خاصو ځواکونو څخه پاته یوه تفنګچه رسنیو ته وښودل چې د امریکایي کوماندویانو په وارخطا تیښته یې شاهدي ویله.


















