د عامې روغتیا وزیر او د WFP عمومي رئیس د تغذیې خدماتو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له عمومي رئیس جان ایلیف او مل پلاوي سره د عامه تغذیې خدماتو د پراختیا، د روانو مرستو د اغېزمنتیا، د پروګرامونو د ښه والي او د راتلونکو همکاریو پر څرنګوالي خبرې کړي.
ښاغلي جلالي د مرستو د منظم، دوامدار او د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ تنظیمولو ټینګار وکړ او د نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ د پراختیا ژمنه يې کړې.
بلخوا د WFP عمومي رئیس جان ایلیف د وزارت له رهبرۍ مننه کړې او د خپلو مرستو او فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل ويې ویل چې د کونړ ولایت له زلزلهځپلو او بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو پلان لري او د تغذیې په برخه کې د مرستو د دوام او پراختیا ډاډ یې ورکړ.



