د افغانستان او پاکستان امنیتي تړون کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې بنسټیزې بدلې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو امنیتي تړون وشي، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې به په بنسټیز ډول بدلون ومومي. نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان د پوځ د ویاند د دوحې تړون په اړه برداشت ناسم دی، ځکه دغه تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسایلو لپاره نه و ځانګړی شوی.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ورته یو چوکاټ د رامنځته کېدو امکان شته.

د هغه په وینا، د داسې تړون له لاسلیک کېدو سره به دواړه لوري ژمن شي چې هېڅ فرد یا ډله، د داعش خوارجو او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په ګډون، به د یوه هېواد له خاورې د بل پر ضد نه کارول کېږي او دا بهیر به د درېیم لوري تر څار لاندې پر مخ ځي.

نوموړي زیاته کړې چې د امارت اسلامي له مشرانو سره د وروستیو خبرو پر بنسټ، هغوی د داسې تړون پر سر د خبرو اترو لپاره چمتو دي.

خلیلزاد ویلي، د دې توافق عملي کېدل کولای شي د کابل او اسلام‌اباد اړیکې یوې نوې مرحلې ته داخلې کړي او اوس د پرېکړې توپ د پاکستان په میدان کې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button