کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د سوریې په شمالي حلب ښار کې د حکومتي ځواکونو او قسد کُردي ملېشو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
ځايي سرچینې وایي، نښتې د حلب ښار په شمال کې د «اشرفیه» په سیمه کې رامنځته شوې او دواړو لوریو درنې وسلې پکې کارولي دي.
عیني شاهدان وایي، جګړه تېره ورځ ناوخته پیل شوې او لا هم روانه ده. د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو لوریو ته مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر دې دمه نه دی څرګند شوی.
اشرفیه یوه مهمه او ګڼ مېشته سیمه ده، او د جګړې دوام په سیمه کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو اندېښنه زیاتوي.















