دوحه کې د افغانستان سفیر د افغان کارګرو د ګومارنې پر پروسه له الجسور شرکت سره خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
په دوحه کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د کار وزارت اړوند د الجسور شرکت له رییس انجنیر عبد الهادي بخیت برقان سره په کتنه کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د الجسور شرکت تر منځ د کارګرانو د هوکړه لیک د تطبیق پر څرنګوالي خبرې کړي.
په قطر کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، په غونډه کې د افغان کارګرو د ګومارنې پروسې، د وړتیا لرونکو کسانو د استخدام او د قراردادونو د عملي کېدو د تعقیب په اړه هر اړخیز بحث شوی.
د افغانستان سفیر او د الجسور شرکت چارواکو ټینګار کړی چې په ګډه به هڅه کوي د افغان کارګرو د حقونو رعایت، د ګومارنې شفافه پروسه او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو ته وده ورکړي.



