په کنړ او بلخ کې ۳۵ کلنې او ۸ کلنې دښمنۍ او شخړې هوارې شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د کنړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤولینو د ځایي قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتيا د آسمار ولسوالۍ هغه دښمني پای ته رسولې چې شاوخوا ۳۵ کاله د ځمکو د ملکیت پر سر روانه وه.

چارواکي وایي، د منځګړیتوب له لارې دواړه ښکېل لوري سولې ته راوبلل شول او اوږدمهاله شخړه په دوستۍ او ورورولۍ بدله شوه.

په ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د بلخ ولایت په دولت‌آباد ولسوالۍ کې هم د ځمکې د ملکیت پر سر هغه شخړه چې اته کاله وړاندې رامنځته شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د استازو او قومي سپین‌ږیرو په هڅو حل شوه او د عادلانه پرېکړې له مخې حق حقدار ته وسپارل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button