امریکا خپلو وګړو ته له ایرانه د وتلو سپارښتنه وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ایران کې مېشت امریکایي وګړي دې، که خوندي وي، د ځمکې له لارې ارمنستان یا ترکیې ته د وتلو په اړه غور وکړي.
دغه وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدل دوام موندلی شي او له خلکو یې غوښتي چې د اړیکو بدیلو لارو ته چمتووالی ونیسي.
د وزارت په وینا، دوه تابعیته (امریکایي ـ ایراني) کسان باید له ایرانه د وتلو پر مهال ایراني پاسپورټونه وکاروي.
همداراز ټینګار شوی چې په ایران کې امریکایي وګړي د پوښتنو، نیول کېدو او توقیف له جدي خطر سره مخ دي.



