غزه کې د سختې يخنۍ له امله د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه مړه شوي؛ ۱۲۷ زره خیمې له استوګنې وتلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د غزې د حکومت د رسنیو مشر اسماعیل الثوابتة ویلي، چې د شدید قطبي یخنۍ له کبله لږ تر لږه د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۲۱ بې‌ځایه شوي کسان مړه شوي دي.

راپور زياتوي سلګونه نور خلک د ساري او تنفسي ناروغیو ښکار شوي، ځکه چې ۱۲۷ زره خیمې اوس د استوګنې لپاره مناسبې نه دي او بې‌کوره شوې کورنۍ کافي پوښاک، فرش او د یخنۍ د مخنیوي وسایل نه لري.

الثوابتة زیاته کړې، چې د غزې ۹۰٪ زیربناوې ویجاړې شوي او د روغتیايي خدماتو ۱۳۴ مرکزونه یا له منځه تللي یا کار نه کوي، چې له امله یې د ماشومانو، زړو او ناروغو خلکو ژوند له جدي خطر سره مخ دی.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په عاجله توګه د خوندي استوګنې، د یخنۍ د مخنیوي وسایلو او بشري مرستو د رسولو لپاره اقدام وکړي او د نورو مرګونو مخه ونيول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button