سهیل شاهین او د المان شارژدافیر په دوه اړخیزو اړیکو او کډوالو پر موضوعاتو خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین په دوحه کې د المان له شارژدافیر رولف دیتر راینهارد سره وکتل.
د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې د روان سیاسي وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو، له پاکستان او ایران راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو او د بشري مرستو موضوعات مطرح شول.
د المان شارژدافیر په دې لیدنه کې افغانستان ته د خپل راتلونکي سفر او له افغان چارواکو سره د نږدې همکارۍ هیله او خوښي څرګنده کړې.



