هرات: شینډنډ کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سرپټي کانال د جوړولو کار پیل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سرپټي کانال د جوړولو چارې پیل شوې.
د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، دا پروژه د ۱۴۰۴ مالي کال د پراختیايي پروژو په چوکاټ کې د معارف سړک او د ښاروالۍ د سړک په مسیر کې پلې کېږي.
د مسوولينو په وینا، د یاد کانال لګښت ۳،۳۰۲،۹۶۰ افغانۍ دی چې د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ له انکشافي بودجې تمویلېږي او د قراردادي شرکت له لوري به تطبیق شي. دغه کانال د ۱.۳۰ متره په پلنوالي جوړېږي.
د پروژې د تخنیکي معلوماتو له مخې، د کانال اوږدوالی ۴۶۰ متره دی او تمه ده چې د بشپړېدو سره به د اوبو د ښه مدیریت، د سړکونو د ساتنې او د ښاري چاپېریال د سمون په برخه کې مهم رول ولوبوي.



