ایران کې حکومت ضد لاریونونه پای ته ورسېدل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳مرغومي، ۱۴۰۴ل)
په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه، چې د امریکا او اسراییل په ملاتړ د دوه اونیو لپاره روان و، نن رسماً شنډ او پای ته ورسیدل.
چارواکو ویلي، چې امنیتي ځواکونو د ټول هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نظم د ټینګښت اقدامات ترسره کړي او د احتجاجونو د دوام مخه یې نیولې ده.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د لاریونونو په جریان کې ګڼ شمېر ښارونه تر اغېز لاندې و؛خو د وروستیو اقداماتو له امله د هېواد ډیری برخې بېرته عادي وضعیت ته راګرځېدلې دي.
بلخوا د ایران ستر مذهبي مشر”ایات الله خامنه ای” د حکومت ملاتړ کوونکو لاریونونو انځورونه خپاره کړي او ګډونوالو ته یې د ملي یووالي او تاریخي اهمیت پیغام ورکړی.
په دې حکومت ملاتړو مظاهرو کې زرګونه وګړو په ګڼو ښارونو کې ګډون کړی و او په بېلابېلو سیمو کې په یو وخت ترسره شول.



