یدیعوت آحرونوت: ایلات بندر د خپل تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي بحران سره مخ دی

کابل ټکی کام (سه‌شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلو مشهورې ورځپاڼې “یدیعوت آحرونوت” راپور ورکړی، چې د ایلات بندر د خپل تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي کړکېچ تجربه کوي، آن له هغه وروسته هم چې د یمني ځواکونو بریدونه درول شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، د یمني ځواکونو بریدونو دغه بندر نږدې په بشپړه توګه بند کړی و او اوس هم اوښتي اقتصادي زیانونه دوام لري.

د راپور له مخې، د بندر کلنۍ عواید چې پخوا ۲۴۰ میلیونه شیکل ته رسېدل، اوس نږدې صفر ته راټیټ شوي دي.

د اسراییلو د مالیې او ترانسپورت وزارتونو تازه پرېکړه کړې، چې د ایلات بندر د امتیاز موده به تمدید نه‌کړي، ځکه دا بندر د قراردادونو او فعاليت لپاره ټاکل شوي معیارونه نه‌دي پوره کړي.

د ایلات بندر دا اقتصادي بحران داسې مهال را ولاړ شوی، چې د سرې بحیرې او باب‌المندب له لارې د کښتیو تګ‌ راتګ له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button