د خصوصي زده‌کړو مرکزونو د معیاري کېدو او فیسونو د تنظیم طرحه تایید شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست د عوایدو د لوړولو او غوره مدیریت طرحه او همداراز د اړتیا وړ وسایلو او تجهیزاتو پروپوزل تایید شوي دي.
د یاد معاونیت په خبره، د دې طرحې له پلي کېدو سره به د خصوصي ښوونیزو مرکزونو خدمات معیاري شي، زده‌کوونکو ته به مناسب فیسونه وټاکل شي او د هغوی ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه ګام به د خصوصي زده‌کړو د نظام د تنظیم او شفافیت په برخه کې مهم بدلونونه رامنځته کړي.
د سرچینې په وینا، دغه اسناد د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته سپارل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button