مهترلام کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پروژه پیل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د لغمان د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پارکونو د اوبو رسولو او ذخیرو د جوړولو پروژه نن رسماً پیل شوه.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، یاده پروژه به د ښار په څلورو پارکونو؛ نازو انا، ځوانانو، ډاکټر ظاهر او ارچار کې پلې شي، چې په ترڅ کې به شپږ د اوبو ذخیري جوړې شي تر څو د چمنونو، ونو او بوټو منظمې اوبو رسونې ته زمینه برابره کړي.



