امير خان متقي او د یوناما سرپرستې د دوحې پروسې او د ډیکارلو د سفر پر اجنډا خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) له سرپرستې او د سیاسي څانګې له مشرې آغلې جورجټ ګانیون سره وکتل.
په دې لیدنه کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې، میرمن روزمیري ډیکارلو پر راتلونکي سفر، د دوحې پروسې په چوکاټ کې د مخدره توکو پر ضد مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ د کاري ډلو پر پرمختګونو او راتلونکو ناستو خبرې وشوې.
ښاغلي متقي وویل، د دوحې پروسې د کاري ګروپونو په برخه کې د ا.ا.ا له لوري د قناعت وړ پرمختګ شوی، خو په مقابل کې په بدیل معیشت او بانکي ستونزو کې اړوند لورو تر اوسه د پام وړ پایلې نه دي لرلې. نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو برخو د پرمختګ لپاره اړینه ده نور لوري هم کوټلي ګامونه واخلي.
له بلې خوا، د یوناما سرپرستې آغلې جورجټ ګانیون د روانې میاشتې په پای کې افغانستان ته د میرمن روزمیري ډیکارلو د سفر یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ کړې او د دوحې پروسې د دوو کاري ډلو د پخوانیو ناستو پایلې مثبتې وبللې او زیاته یې کړه چې د پروسې تر چتر لاندې د نورو موضوعاتو د مؤثر بحث لپاره به ګډ کار او همکاري لا زیاته شي.



