د سوډان جګړه؛ د چټک ملاتړ ځواکونو اکمالاتي کاروان باندې هوایي برید شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د “آر ټي عربیک” خبري شبکې د راپور له مخې، د مصر، لیبیا او سوډان ترمنځ په ګډه سرحدي سیمه کې د وسلو او مهماتو یو اکمالاتي کاروان د هوايي برید هدف ګرځېدلی دی.
راپور زیاتوي، چې یاد کاروان د هغو ملېشو اړوند و، چې د متحده عربي اماراتو له لوري یې ملاتړ کېږي او له درنو پوځي مهماتو سره یو ځای په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
که څه هم د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی؛ خو سرچینې وايي، برید د داسې پرمختللو بېپیلوټه الوتکو له خوا ترسره شوی، چې د مصر له پوځ سره ورته والی لري.
د پېښې په اړه د مصر یا اماراتو له خوا تر دې دمه کوم غبرګون نهدی ښودل شوی.



