ټرمپ: زېلینسکي له پوتین سره بېځایه سیالۍ ته واچول شو؛ خو هغه یو نازک مزاجه او بېچاره انسان دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي په لوی لاس له پوتین سره سیالۍ ته واچول شو، حال دا چې هغه د دې وړتیا نه لري.
ټرمپ ویلي، زېلینسکي د لوېدیځو رسنیو او سیاستوالو له لوري بېځایه اتل وښودل شو، څو له روسي ولسمشر پوتین سره مقابله وکړي، خو په حقیقت کې هغه یو «بېچاره او ډېر نازکمزاجه انسان» دی.
نوموړي زیاتوي، اوس هڅه کېږي چې زېلینسکي له روسیې وژغورل شي، تر څو وکولای شي عادي ژوند ته راوګرځي.
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او لوېدیځ هیوادونه د زېلینسکي رژیم ته پراخ پوځي او مالي ملاتړ ورکوي.



