ولسمشر اردوغان: غرب له ماتې سره مخ دی؛ که پاملرنه و نه‌ کړي ناوړه پایلې به ورته ولري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” خبرداری ورکړی، چې غرب ورځ تر بلې له سختو ستونزو او ناکامۍ سره مخ کېږي، او که ورته جدي پاملرنه و نه‌شي، نو دا به د ټولو لپاره ناوړه پایلې ولري.

اردوغان زیاته کړې، دی د غرب له ټولو مشرانو غوښتنه کوي چې د ژغورنې لپاره دې سنجیده غوره او لازم اقدامات وکړي، ځکه دا حالت ورځ تر بلې خرابېږي.

هغه اندېښنه څرګنده کړې، که د غرب د اوسني وضعیت پر وړاندې بې‌ پروایي وشي، نو دا به سختو پایلو او لویو بحرانونو ته لاره هواره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button