ایران په خپله خاوره کې د «ستارلینک» انټرنټ مخه نیولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې ایراني هېکرانو د امریکايي شرکت “سپېس ایکس” اړوند «ستارلینک» انټرنټي خدماتو ته د لاسرسي مخه نیولې او دغه شبکه یې په بشپړ ډول جام کړې ده.
سرچینې زیاتوي، چې دغه اقدام د روسیې او چین په مرسته د یوې نوې ټکنالوژۍ له لارې ترسره شوی، چې له مخې یې د ستارلینک فعالیتونه په ایران کې فلج شوي دي.
د دې بندیز هدف د انټرنټ له لارې د بهرنیو اغېزو، اطلاعاتي نفوذ او احتمالي استخباراتي مداخلې مخنیوی بلل شوی دی.
تر اوسه د “سپېس ایکس” شرکت یا امریکايي چارواکو له خوا په دې اړه کوم رسمي غبرګون نهدی څرګند شوی.



