سعودي: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ له فضا د ایران پر ضد استفاده وکړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، سعودي چارواکو تهران ته ډاډ ورکړی، چې هېچا ته به اجازه ور نهکړي څو د ایران پر ضد د دښمنانه برید لپاره د دغه هېواد له هوايي حریم څخه استفاده وکړي.
راپور زیاتوي، سعودي عربستان د خلیج د یوې ګډې جبهې مشري کوي، چې قطر او عمان هم پکې شامل دي. د دغې هڅې هدف دا دی چې سپینه ماڼۍ وهڅول شي، ترڅو پر ایران برید و نهکړي؛ ځکه دا به د تیلو نړیوال بازارونه بېثباته او په پایله کې به د امریکا اقتصاد ته هم زیان ورسوي.
د راپور کې زیاته شوې، چې د سعودي یو لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د سیمې ثبات د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لپاره په اساسي لومړیتوبونو کې ځای لري.



